Not Available
Not Available

 

 

 PASHTO POEMS

Special Thanks from sayednetwork.co.nr to PashtoPeotry.Com

   

               

        

            

                                                          

 

 

   

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

تل به په لار د ميړنو ســـــره ځم

يمه پښتون د پښتنو ســــره ځم

دملــــيت نمـــره د پر خې په څير

ستا ددې شوخو پلوشوسره ځم

دا چه خرد هم په ملت ځــــاروی

زه دې هم داسې ليونو سره ځم

پام کوه  زه هغــه  نظــر نه يمه

چه به په دود دسپيلنوسره ځم

وايی اغيـــــار چه ددوزخ ژبه ده

زه به جنت ته د پښتو سره ځـم

راستنيدې چه نشی وخت خونيم

خو دحا لت د تقا ضـــو  سره  ځم

کړمه جهان چه دپښتون ځلمی

دخپلو پيغلو حو صلو سره ځـــم

وړم مســتقبل ته دماضـی روايات

زه د خپل حال د ولولو ســره  ځم

څوچه راغونډپه يومرکزئ نه کـړم

هر ې تپې ته د جر ګو ســره ځــم

 
You should have Pug-in before playing the music

Website requires a 1024 x 768 screen resolution for best view.
Copyright © 2004-2007 SayedNetwork Corporation, All Rights Reserved.

Free Web Hosting